د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "Ahl-alquran" ويب پاڼی یې نقلوی چې دا سيمينار د انسان ملګرتيا نومی پوهنتون او د روس "مرد جانی" كلتوری او تحقيقاتی فاونډيشن په كوششونو سره تر سره كیږی
د دې سيمينار د تر سره كولو مقصد د اسلامی مطالعاتو په مختلفو اړخونو كې د څیړاندو په مينځ كې كلتوری او علمی خبرو جاجول، د روسی محقيقينو او د غير روسی محقيقينو تر مينځ اړيكه، د څیړنو كولوپه لاره كې راتلونكی ستونزو جاجول او د ټولې نړۍ اسلام پوهان تر مينځ يو اړيكه ايز ټولنی جوړول شامل دی
د دې سييمينار لومړۍ مرحله په ميلادی كال 2007ء كې په روس كې تر سره شوی وه، چې پكښې د نړۍ مختلفو ښوونيزو مراكزو او پوهنتونونو نږدې سل استاذانو او پوهاندو ګډون كړې و.
504994