IQNA

د عربستان په «القصيم» كښې د تجسمی ملی هنرونو نندارتون د قدس تر موضوع لاندې شورو شو

15:14 - December 14, 2009
د خبر لمبر: 1860710
نړيواله ډله: د تجسمی ملی هنرونو نندارتون د "قدس د مجسمی هنرمندانو له نظره" د ليندې د مياشتې په 21 نیټه د عربستان په القصيم ښار كښې د ملك خالد په هنر مركز كښې شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له عربی ورځپاڼې الرياض یې نقلوی، دا نندارتون د د تجسمی او عربی خط د ملی هنرونو د كمیټۍ په مرسته د عربستان د القصيم ښار د كلتوری انجمن په مرسته د قدس تر موضوع لاندې چې په 2009 كال كښې د عربی نړۍ د كلتوری پلازمينې په توګه بللې شوی دی ترسره كیږی.
په دې نندارتون كښې له 35 زياتو هنرمندانو خپلې اثار وړاندې كړی دی او له 50 زياتې نقشې پكښې قدس سره تعلق لری.
508003
captcha