د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست نن په تهران كښې له كورنيو او خارجی خبريالانو سره په اونيز خبری كانفرنس كښې وويل د ايران اسلامی جمهوريت په يمن كښې په روانو حالاتو خواشينی دی او هغه كورنی اختلاف او ورورو وژله ګنی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی د يمن په شمال د امريكا د جنګی الوتكو حملو او د بې ګناه خلكو وژل كيدا ته په اشارې سره ټينګار وكړ د ايران اسلامی جمهوريت، پوځی حل لاره او د يمن په شيعه ميشته سيمو د بمباريو دوام ښه كار نه ګنی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی په قاهرې كښې د مصر له مقاماتو سره د ايران د اسلامی شورا د مشر د كتنو او د مصر د ځينو رسندويو لخوا ځينې خبرونه رد كړل چې ويلی یې دی د ايران د پارلمان مشر علی لاريجانی د ايران د ولسمشر لخوا د مصر ولسمشر حسنی مبارك ته يو پيغام راوړی دی.
د ايران دغه مسئول په دې خبرې سره چې د ايران اسلامی جمهوريت د پيوستون، له اسلامی هيوادونو سره د ډيرو ملګرتياو د لوړتيا او پياوړتيا او په اسلامی نړۍ كښې د وحدت د رامينځته كولو او د اسلامی هيوادونو له مقاماتو سره د سلا مشورو او خبرو اترو ملاتړ كوی وويل په مصر كښې د ايران د اسلامی شورا د مشر د خبرواترو چورليز د اسلامی هيوادونو د پارلمانونو د اتحادیې په هكله خبرې وې.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی جاپان ته د ايران د ملی امنيت د لوړې شورا د سيكتر سعيد جليلی د سفر په هكله وويل جاپان داسې هيواد دی چې د سوله ايزو اټومی فعاليتونو په زمينه كښې ښه ټيكنالوژۍ لری او د ايران اسلامی جمهوريت د جاپان په شمول د سوله ايزې اټومی ټيكنالوژۍ له هر لرونكی هيواد سره د ملګرتيا لپاره هیڅ محدوديت نه لری.
ښاغلی مهمان پرست دغه راز لبنان ته د خارجه وزير منوچهر متكی د سفر په هكله وويل لبنان ته د متكی سفر د ملی وحدت حكومت جوړيدا او په دغه هيواد كښې د ولسواكۍ او ډيموكراسۍ رامينځته كيدا او پياوړتيا ته په پام سره ځانګړی اهميت لری او دغه سفر له لبنان سره د اړيكو د ډيرې پياوړتيا او پراختيا لپاره د تهران د چمتووالی لپاره تر سره شوی دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی په تهران كښې د عراق د ګاونډيانو د غونډې د تر سره كيدا او په هغې كښې د امريكا د پلاوی احتمالی ګډون په هكله وويل د دغه غونډې د تر سره كيدا لپاره د تهران وړانديز يوازې په هغې كښې د عراق د ګاونډيو هيوادونو ګډون دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی د عراق او ايران د سرحدی اختلافاتو په هكله وويل ټاكل شوی ده چې د ۱۹۷۵ ميلادی كال د الجزاير د تړون پراساس دعراق او ايران تر مينځ د سرحدونو د ټاكلو او په سرحدی كرښو كښې د بيا كتنې په هكله يوه كمیټۍ جوړه شی.
د ايران د خارجه وزازت ويندوی دغه راز په انګلستان كښې د افغانستان په هكله په ترسره كيدونكی غونډې كښې ايران ته د لندن د رسمی بلنې په تايدولو سره وويل په لندن غونډې كښې د ايران د ګډون په موضوع غور روان دی.
513295