IQNA

ايت الله خامنه ای: ټول بايد له خپل سری حركته ډډه وكړی ا و قانون دې اجراشی

22:35 - January 10, 2010
د خبر لمبر: 1870693
سيا سی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضر ت ايت ...العظمی خامنه ای نن د قم د لسګونو زره خلكو په ټول كې په دې خبرې په ټينګار سره چې د فتنې په شرائطو كې كار پيچلی او تشخيص ئې هم لا سخت دی په صفين جنګ كې ئې د مومنانو د امير امام علی د مقابلې جبهې د فتنو جوړولو په بيانولو سره وفرمايل ، په هغوسختو او تورتمو شرائطو كې عمار ياسر چې د امام بزرګوار يو هميشنی ملګری ؤ ، يو لړ ايشواكونې وكړې
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضر ت ايت ...العظمی خامنه ای نن د قم د لسګونو زره خلكو په ټول كې په دې خبرې په ټينګار سره چې د فتنې په شرائطو كې كار پيچلی او تشخيص ئې هم لا سخت دی په صفين جنګ كې ئې د مومنانو د امير امام علی د مقابلې جبهې د فتنو جوړولو په بيانولو سره وفرمايل ، په هغوسختو او تورتمو شرائطو كې عمار ياسر چې د امام بزرګوار يو هميشنی ملګری ؤ ، يو لړ ايشواكونې وكړې څو لړزانه كسانو ته ورياد كړی چې له رسول ا... بزرګوار سره د مقابله كونكو د جبهې او د اميرالمومنين حضرت امام علی د دښمنانو تر مينځ هیڅ فرق نشته مګر دا چې د امام علی مقابلې جبهې په ظاهر كې د اسلام ، پيغمبر او قرآن د پلويتوب ادعا كوله .

حضر ت ايت ... خامنه ای جوته كړه د اسلامی انقلاب له هماغه پيله او د ارواښاد امام خمينی په ټول ژوند كې تل امريكا ، انګلستان او نورو استكباری قدرتونو له امام ا و انقلاب سره د مبارزې له داخلی غړيدلو او د سلطې له نظام سره د اړونده پیّلو كسانو ملاتړ كاوه او اوس هم شرائط هماغه شان دی

دوی دغه راز پخپلې وينا كې عدالت او برابرۍته د قرآن بلنې ته په اشارې سره وفرمايل ، يوشمير كسان دښمنی او خباثت كوی او يو شمير هم له خباثت كونكو ملاتړ كوی خو كه په دغو قضّيو كې له دقت او درك پرته عمل وشی ، نو ممكنه ده هغه بېګناه كسان چې له دغو خباثتونو كركه كوی ،جدی تاوان ومومی ، پر دې اساس ټول بايد له خپل سری خوځښته ډډه وكړی او ټول كارونه د قانون په اساس اجرا شی

520886
captcha