د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له مصر ورځپاڼې الاخبار یې نقلوی، «عكرمة صبری» د مرغومی د مياشتې په 22نیټه په يوه سمينار كښې چې د قدس او فلسطين تر موضوع لاندې د المحمديه قران او سنت د انجمن په مرسته په قاهره كښې ترسره شوی و، وويل: د نړۍ د مسلمان په نظر كښې مسجد الاقصی يو پاك او مبارك ځای دی او د دې جمات شان او مقام له مسجد الحرام او مسجد النبی(ص) كم نه دی.
هغه زياته كړه: د ټولو مسلمانان دا ذمه ده چې دا اسلامی ميراث حفظ كړی او د دې تاريخی او اسلامی ميراث حفاظت او ساتنه په ټولو باندې فرض دی.
دا سمينار د قاهرې په جمات «الجلاء» كښې ترسره شو چې د الازهر او محمديه قران او سنت د انجمن مشرانو پكښې ګډون وكړ.
523055