د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له islamandorientalreligions یې نقلوی، دې ته په پام سره چې ډېر مسلمانان په بيلا بيلو هيوادونو لكه جاپان، چين، ویټنام، سريلنكا او ځينو نورو هيوادونو كښې د نورو دينونو هندوانو او بودايانو منونكيو سره ګډ ژوند كوی نو لازمه ده چې د يو بل له مكتبه خبر وی او سره مرسته وكړی.
له دې وړاندې د اسلام او توحيدی دينونو تر مينځ خبرې شورو شوې وې چې دې ته په پام سره د اسلام او نورو دينونو تر مينځ خبرو ته هم لاره خلاصه شوه.
دا سمينار د هندوستان د ولس مشر د مرستيال «محمد حامد انصاری» په مشرۍ كښې او اسلام او نورو مكتبونو د لويانو اوعالمانو په ګډون سره د يو بل په خاص درناوی سره ترسره كیږی.
529931