IQNA

كاظم صديقی: د ايران ديندار او مومن ولس، يوځل بيا خپلو دښمنانو ته ملی يووالی وښود

22:34 - February 12, 2010
د خبر لمبر: 1885929
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل چې د ايران ديندار او مومن ولس د اسلامی انقلاب د برياليتوب كليزه كې يوځل خپلو دښمنانو ته ملی يووالی وښود
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،د تهران د جمعې مباركې د لمانځه نننی خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د اسلامی انقلاب د برياليتوب په كليزه كې د ايرانی ولس د لس ميلونی لاريون په يادولو سره وويل، چې په پرونی لاريون كې له اسلامی انقلابه د ولس بې ساری ملاتړ هغه كسان سخت ناهيلی كړل ،چې په هيواد كې دننه په دې فكر كې ول چې دوی به بريالی شی .
نوموړی زياته كړه چې د ايران سرلوړی ولس به د خپل هيواد خپلواكی له لاسه ورنه كړی چې د زرګونوشهيدانو په وينو یې ګټلې ده او هغو مخالفانوته یې منفی ځواب وركړ چې هڅه یې كوله د بلوا په جوړولو سره ټولنه وګواښی.
حجت الاسلام صديقی په دوام كې د عراق پارلمانی ټاكنې او په واك كې دبياشتون لپاره یې د بعثيانو هڅې هم يادې كړې او په دغه هيواد كې د حسينی اربعين په مراسموكې چاودنې د بعثيانو بدمرغ شتون وباله .
د تهران د جمعې لمانځه د خطيب په وينا نيواكګر له بعثيانوپه ملاتړ او چاودنو سره غواړی چې په عراق كې نيواكګری نوره هم پياوړې كړی.
538676
captcha