IQNA

د اهل سنت په چارو كې ايران ولسمشر سلاكار: د اسلام دښمنان د عالمانو تر مينځ د اختلاف ‏اچولو پسی دی. ‏

16:58 - March 03, 2010
د خبر لمبر: 1893708
سياسی ډله: اوس د ټول اسلامی نړۍ دښمنان د عالمانو تر مينځ د اختلاف جوړولو پسی دی‎ ‎
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د خراسان رضؤی څانګې د ‏راپور سره سم د اهل سنت په چارو كې ايران ولسمشر سلاكار ښاغلی "موسوی اسحاق مدنی" ‏په لومړۍ مارچ د رسول مهر نومی سمينار ته په خپل خطاب كې وويل چې د اختلاف او تفرقه ‏بندی پايله كفر دی لهذا مونږ بايد له خدايه وويریږو ځكه تر څو چې د خدای تعالی خوف او ‏ويره نه وی نو يووالی نه شی راتلی او كه انسان دخدای او د رسول د درناوې نه قبلوی نو ‏يووالی او وحدت نه رامينځ ته كیږی.‏‎ ‎
هغه زياته كړه چې زمونږ دښمنان په مختلفو لارو او بانو سره مونږ په داسی اړخ بوځی چې ‏مونږ د خپلو وروڼو په مقابل كې ولاړ كړی ‏
هغه زياته كړه چې زمونږ دښمنان د تفرقه او اختلاف دومره خوږ وړاندې كوی چې مونږ د ‏هغو په دسيسو كې ګيریږو او اختلاف رامنځته كوو.‏
‏546735‏
captcha