IQNA

په كوزوو كښې د «قران كريم په البانۍ ژبه د ترجمې 25 كليزه» ونماځل شوه

21:31 - May 02, 2010
د خبر لمبر: 1916267
نړيواله ډله: د قران كريم په البانۍ ژبه كښې د ترجمې د 25 كليزې پروګرام د شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په يوولسمه نیټۀ د كوزوو په پلازمينه «پريشتينا» ښار كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له mersinhaber یې نقلوی، دا پروګرام د پريشتينا د اسلامی اتحادیې په مرسته د پوهنتون د استاذانو، د الهياتو د كارپوهانو او د كوزو د ځينې اسلامی علمونو د زده كوونكيو په ګډون سره په اوسنۍ زمانه كښې د قران كريم د ترجمې د مشكلاتو او مسلو د هوارولو په هكله په خبرو اترو او نظراتو بيانولو سره ترسره شو.
همدارنګ په دې پروګرام كښې د قران كريم په البانۍ ژبه لومړنی ترجمه كوونكی «فتيح مهديو» په خپلو خبرو كښې وويل: زما لپاره دا يوه لويه د فخر خبره ده چې په البانۍ ژبه مې قران ترجمه كړی دی، په 1985 ميلادی كال كښې يوازې لس زره قرانونه چاپ او خپاره شو په داسې حال كښې اوس دا 4 مليونه ته رسيدلی دی.
572109
captcha