د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د خرمشهر د آزادۍ له كليزې سره په يوه وخت د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په شتون سره د امام حسين (ع) د حربی پوهنتون د فارغينو دستوری وشوی .
د رهبرۍ سترمقام د حضرت امام خمينی (رح) دی وينا ته په اشاری سره چی خرمهشر خدای ازاد كړ يادونه وكړه د راحل امام دغه وينا تر ټولو دقيقه او حكيمانه وينا ده چی په دی اړه یې كړی ده ځكه د بيت المقدس په عملياتو او د خرمشهر د آزادۍ په عملياتوكښې د اسلام د جنګياليو د نوښت قدرت او فولادی هوډ او زړونوكښې د الله تعالی قدرت ځلا وموندله .
د ايران د درستو قواو اعلی قوماندان په دی په ټينګار سره د بيت المقدس او د خرمشهر عمليات دايمان ، معنويت او سرښيندنې په مقابل كښې د مادی قدرتونو د كمزورتيا ډګر ؤ وفرمايل نن سبا هماغه كسان چی د ايران دملت په مقابل كښې ولاړ دی هغه وخت د ايران دملت د دښمنانو ملاتړې ؤ او د هماغه وخت په څير په ايمان ، هوډ ، همت او سرښيندنې متكی له انسانی ټولګې سره د مقابلې وس نلری .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه د ايران دملت دښمنان هڅې كوی په خپلو تبليغاتو سره حقيقتونه اپوټه وښيی ، په داسی حال كښی چی هغوئ د نړۍ په زياترو سيمو په تيره بيا افغانستان ، پاكستان ، عراق او فلسطين كښې د جنايتونو او نا امنيو عامل دی .
د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ د ايران د ملت دښمنانو لكه څنګه چی په ۶۱ هجری لمريز كال كښې ماتی وخوړه نن سبا به هم د ايران په مقابل كښې سخته ماتی وخوری .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ډاګينه كړه دا يو ديرش كاله كیږی چی دغه مخامخيدنه د ډول ډول ګواښونو ، اقتصادی كلابندۍ ، سياسی تيريو او پوځی حملی په شمول رودو روانه ده ، خو د ايران د ملت مقاومت ددی لامل شوی دی چی د اسلامی نظام پياوړی پاك بنسټ ورځ تر بلې سر لوړی او جرړه ايز كیږی .
په دغو دستورو كښې د رهبرۍ له ستر مقام وروسته د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك قوماندان سردار تورن جنرال محمد علی جعفری په يوه وينا كښې له اسلامی انقلاب څخه د دفاع او انقلابی دندو د عمل لپاره د ساتندويه ځواك په چمتووالی ټينګار وكړ .
په دغو دستورو كښې د رهبرۍ د سترمقام لخوا غوره قوماندانانو ، روزونكو او محصلينو ته ډالۍ وركړل شوی .
584954