د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قم د څانګې د يو راپور پر اساس، د دې بيانیې پيغام دا دی: څو كلونو نه په كلابندۍ كې راګير مظلوم ملت لپاره د انسانه دوستانه مرستندوې لپاره د نړۍ لسګونو هيوادونو د ازادۍ كاروان باندې د اسراييل حكومت حمله د دې خبرې ښودنه ده چې صهيونسټ حكومت په ټول تاريخ كې له ټولو لوی او سخت ظالم حكومت دی.
د نړۍ په مختلفو هيوادونو كې د مظلومو انسانانو سره مينه كوونكی اووه سوه كسانو نه زيات ازادی پسندو دا كار پوره پوره يو انسانی او بې مثاله كار دی او اسراييل په كاروان په حملې سره د تاريخ يو ډير زيات بد كار وكړ.
بې شكه دا ظلم به په تاريخ كې باقی پاتې كیږی او دا ظلم به د دې ظالم حكومت په بیړی سره د نسكوريدو او ختميدو سبب ګرځی.
دې انسانی ازارونكې پیښې په مقابلی كې نړۍ خلكو لږ تر لږه كار دا دی چې دا كار كوونكی نړيوالی ستر محكمې ته راولی او د اسلامی نړۍ له ټولو لږ كار دا دی چې هغو دا ظالم حكومت سره خپل سياسی ، اقتصادی او نورې اړيكې ختمې كړی او هغو د غزې د كلابندۍ په ختمولو مجبوره كړی.
590901