د religionsandmigrationsse له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: دغه كانفرنس به د پرتګال د پوهنتونونو د يو شمير استاذانو او د جنوبی اروپا د هيوادونو د ګڼ شمير مسلمانو او غير مسلمانو پوهانو په شتون سره تر سره شی.
د اروپای هيوادونو په تيره بيا د پرتګال د اجتماعی حالاتو په بدلون كښی د مهاجرانو د اغېزو، په فرانسه او بيلجيم كښی د اسلامی څيری په هكله خبری اتری او له اسلام څخه د ويرونی په كمولو كښی د مهاجرانو رول، د جنوبې اروپا په هېوادونو كښی د دينونو تر مينځ خبری اتری او هم د اروپا په ټولنيزو معادلاتو كښی د دين د رول څیړل د دغه دوه ورځنی كانفرنس له اصلی چورليزونو څخه ګڼل كیږی.
592090