IQNA

په يوه نشريه كښی د شيطانی آيات نومی كتاب په سريالی توګه په خپريدو باندی د آذربائيجان د حزب اسلام اعتراض.

20:34 - July 02, 2010
د خبر لمبر: 1949541
فرهنګی او هنری ډله: د آذربائيجان جمهوريت د حزب اسلامی مشر ددغه هيواد د دينی چارو دولتی كمیټی ته د يو ليك په لیږلو سره د شيطانی آياتو د كتاب په چاپولو او په يوه نوی جوړه شوی آذری نشريه كښی د هغه په سريالی توګه په خپريدو باندې نيوكه وكړه
د بيرليك له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د آذربائيجان د څانګی د رپورټ له مخې: د آذربايجان جمهوريت د حزب اسلامی د ګوند مشر حاج محسن صمد اف په دغه ليك كښی د دغه هيواد د دينی چارو د دولتی كمیټې مشر هدايت اروج اف ته په خطاب كښی په دغه اسلامی ضد اقدام باندی د سختی نيوكی په ترڅ كښی څرګنده كړه: زمونږ په هيواد كښی چی څه د پاسه ٩٥ فېصده خلك ئی د اسلام په دېن عقېده لری، داسی اقدامات چی د سخت اعتراض سبب كیږی، لا تر اوسه استمرار لری.
شماره‌ خبر :607056
captcha