د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس له رسمی خبری اژانس (AFP) یې نقلوی، په هغه اعلاميه كښې چې د يكشنبې په ورځ د زمری د مياشتې په 24 نیټه خپرهشوه د فرانس اسلامی سازمانونو اتحادیې له ټولو مسلمانانو غوښتی دی چې د روژې په مياشته كښې خپلو انسانی مرستو سره د پاكستان د سيلاب زپلو مرسته وكړی.
همدارنګ په دې اعلامیې كښې د فرانس له مقاماتو قدرونه كړې ده چې د پاكستان خلكو سره یې مرسته وكړه او هيله یې څرګنده كړې ده چې دا مرسته به هم په ډېره پراخه طريقه سره ترسره شی.
د ويلو ده چې په پاكستان كښې چې كوم سيلابونه راغلی دی د هغې له كبله په زرګونو مسلمانان مړه شوی او بې كوره شوی دی.
633712