IQNA

د سعودی عرب په قطيف ښار كې د امام حسن عليه السلام د زوكړی په مناسبت د جشن انتظام شوی دی

22:49 - August 23, 2010
د خبر لمبر: 1979730
ټولنيزه ډله: د سعودی عرب په قطيف ښار د خدام اهل بيت كمیټۍ په دې ښار كې د امام حسن عليه السلام د نيكمرغه زوكړی په مناسبت د خوشالۍ پروګرام د تر سره كيدو انتظام شوی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری چينل راصد یې نقلوی چې د خوشالۍ او جشن پروګرام به د روانی ميلادی مياشتی اګست په پينځه ويشتمی نیټې د قطيف په السنان امام بارګاه كی تر سره كیږی د خوشالۍ په دې پروګرام كې به شيعه او د اهل بيتو عليه السلامو مينه وال په زيات شمير سره ګډون كوی.
637336
captcha