د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دی په ټينګار سره چی د اسلام د دښمنانو له جبهی سره د مقابلې يوازينۍ لاره د اسلامی امت د متحدی جبهی جوړيدا ده د كوچنی اختر په لمونځونوكښې د مسلمانانو پرتمين او پياوړی صفونه د پروردګار په وړاندی د تواضع جلوه او د مسلمانانو معنوی او زړه پيوند وباله .
د رهبرۍستر مقام د اسلامی امت ددغه واحد صف جوړيدل داسلامی نړۍ د درستو مسئلو لپاره اړين وبلل او زياته یې كړه د فكرونو او توانونو په يو لوری كيدو سره بايد د اسلام د دښمنانو د ستری جبهی په مقابل كښې د اسلامی امت كارندوالی زيات شی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په دی په ټينګار سره چی د اسلام د دښمنانود جبهی دښمنی له درستو مسلمانانو سره ده وفرمايل دغه ګومان غلط دی چی دهغوئ يوه برخه له مسلمانانو سره دوست او بله برخه یې دښمنه ده ، ځكه هغوئ د اسلام له اصل سره چی د زورويونكو په وړاندې مقاومت دی مخالف دی .
د رهبرۍ سترمقام د فلسطين د مسئلی په وړاندې د مسلمانانو ډيرندې ویښتياته په اشاری سره ، خبرتيا او هوښيارتيا ددی ویښتيا بيلګی وبللی اوز ياته یې كړه نن سبا د ايران ستر ملت د مسلمانو ملتونو تر مينځ بيلګه ده او په پوره هوښيارتيا سره د اسلامی نړۍ مسئلو او نړيوالو بدلونونو ته ځير دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د قدس د نړيوالی ورځی په لاريونونو كښې د ايران د ملت ولوله ناكه ګډون د اسلامی نړۍ مسئلو ته د ايران دملت د ځانګړې پام نښه وبلله او ویې فرمايل دا هماغه لاره ده چی حضرت امام خمينی (رح) د خلكو مخ ته كښیښوده او ګواښونه ، دښمنۍ او مغرضانه چارې به دغه ملت له دی لاری ونه غړوی.
652155