IQNA

ايت الله خامنه ای: د استكبار د نظام كمزورتيا، د اسلامی نظام مهم ټكی دی

22:58 - September 16, 2010
د خبر لمبر: 1995271
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر مشر ټينګار وكړ،د اسلامی ویښتيا پراختيا، په نړيوال ډګر او حتی تر خپلې سلطې لاندې ‏هيوادونو كې د لودیځ موقعيت كمزوری ا و لړزانه كړی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د تهران ریډيو له ويب پاڼئ یې نقلوی چې حضرت ايت ا... العظمی ‏خامنه ای، نن سهار د خبرګانو د شورا له مشر او استازو سره په كتنې كې ، د اسلامی جبهې او اسلامی انقلاب ورځ په ورځ پياوړتيا ‏او د استكبار د نظام لالهاندی او كمزورتيا، د اسلامی نظام مهم ټكی وبلل.‏
هغوی د ايران پر خلاف د بنديزونو او څو پريكړه ليكونو صادرول، او تهمتونه، د داخلی معارضينو د فعاله ساتلو لپاره هڅه او د ‏سلطې نظام له لوری د ارتباطی، سياسی، كلتوری او اقتصادی امكاناتو كارول، د اسلامی جبهې د ورځ په ورځ د پياوړتيا، تجربې او ‏پوهې نخښه وبلله.‏
هغوی څرګنده كړه، د ايرانی ضد پريكړه ليك صادرول، د اسلامی نظام په خلاف دریځ غوره كول، د ۸۸كال فتنه چې پكښې د ‏دښمنانو لاس بيخی روښانه و او د قرآن شريف ننګين او شرمونكی سپكاوی، داسې اقدامات دی چې د استكبار جبهه د كمزورتيا له ‏كبله ورته مخه كړې ده.‏
د اسلامی انقلاب ستر مشر، خلك د اسلامی نظام ملاتړ وبلل او زياته یې كړه، له همدې كبله دښمن، په مسولينو د خلكو په بې اعتماده ‏كولو پسې دی او هڅه كوی چې په خپلو تبليغاتو كې د مسولينو هر ښه اقدام هم تيروتنه او د مصلحتونو په خلاف وښايی.‏
هغوی په تيرو ۳۰ كلونو كې د مسولينو په مقابل كې د خلكو د بې ا عتماده كولو لپاره د دښمنانو د طراحيو او له دغو طراحيو سره د ‏حضرت امام خمينی رحمۀ الله د مقابلې په يادونې سره، څرګنده كړه، په تيرو شلو كلونو كې هم رهبرۍ، د حضرت امام خمينی رحمه ‏الله عليه د سيرت په اساس، د حكومت ملاتړ كړی، او بيا به دفاع وكړی.‏
د تير كال انتخابات د انقلاب د ارزښتونو او اصولو په اړه د خلكو د مقاومت يوه بيلګه وبلله او زياته یې كړه، خلكو په دغو انتخاباتو ‏كې هغو شعارونو سره چې غير اسلامی رنګ یې درلود، يو ځای نشول، او د هغو پروګرامونو ته یې رايه وركړه چې اسلامی او د ‏ټولنيز عدالت رنګ یې درلود.‏
هغوی د ۸۸ كال فتنه، د اسلام او ا نقلاب د ارزښتونو او اصولو په اړه د خلكو د مقاومت بله بيلګه وبلله او زياته یې كړه، په هغه ‏فتنه كې حتی هغه كسان چې بل كس ته رايه وركړې وه، د فتنه ګرو د نقاب په لرې كيدا سره، هغوی هم د ارزښتونو او اصولو لپاره ‏ودريدل او ومو ليدل چې د مرغومې په ۹ او د سلواغې په ۲۲ ټول واټونو ته ووتل، او روښانه شوه چې فتنه ګران يو كوچنی لږكی ‏دی .‏
‏656411‏
captcha