ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له AMAI یې نقلوی، ولوف ژبه چې د آفريقې له محلې ژبو ده د قران كريم د ترجمې د ښودلو دا پروګرام د سنګال په طوبا ښار كښې ترسره شو.
دا نوې ترجمه په ولوف ژبه او د عربۍ په ټكو سره ليكل شوې ده او په دې ژبه د قران كريم لومړنۍ ترجمه ده.
له دې وړاندې په 1981 كال كښې ځينې سورتونه د داكار د اسلامی موسسې له خواپه دې ژبه خپاره شوی وو چې د عربۍ متن او لويدیځ خط سره ليكل شوی وو. چې په 50 مخونو كښې خپره شوې وه.
ولوف د سنګال د رايجو ژبو څخه يوه ژبه ده چې د نيجريه، كنګو او شمالی اټلانټيك ژبو له ډلې ده، دا ژبه د سنګال دويمه ژبه ده او په خارجی سيمو كښې یې تجارتی ژبه ده.
662942