د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له نون ويب پاڼې یې نقلوی چې نن د صفرې د مياشتې اتويشتمه نیټه ده چې د ۲۰۱۱ ميلادی كال د فرورۍ د مياشتې له دوهمې نیټې سره سمون خوری او نن داسلام د ګران پيغمبر حضرت رسول اكرم صلی الله عليه واله وسلم د رحلت او د شيعه مسلمانانو د دوهم امام حضرت امام حسن مجتبی عليه السلام له شهادت سره سمون خوری .
د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد په يولسم هجری قمری كال كښې وفات شو .
هغه حضرت له خپل رحلت وړاندې په لوړ نظر سره د نبوی شريعت احكام او تعليمات په ډيرو ښو رودو او په عين حال كښې په متين او محكم ډول بيانول او د دين د حقه معارفو په خپرولو او دودولو او د هغه په هدايتولو كښې یې په تر ټولو ښه ډول هڅه وكړه .
امام حسن مجتبی عليه السلام هم ددريم هجری قمری كال په روژې مياشتې كښې وزیږيد .
ددنيا دشيعه مسلمانانو دوهم امام حضرت امام حسن مجتبی كابو ديرش كاله له خپل ګران پلار حضرت علی بن ابی طالب سره تير كړل .
د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد ص درحلت او دامام حسن مجتبی عليه السلام د شهادت د شپې په مناسبت بیګا د هغو مينه والو او پيروانو په ټول اسلامی ايران په تيره بيا په مشهد او قم سپیڅليو ښارونو كښې هم د وير او ماتم دستورې ترسره كړی او نن به هم په ټول ايران او دغه راز ډيرو خارجی هيوادونو كښې د وير او ماتم دستورې ترسره شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د پښتو څانګې او ژباړونكو لخوا، د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد او دهغه د ګران لمسی حضرت امام حسن مجتبی عليه السلام د شهادت په مناسبت ټولو مسلمانانو او د نړۍ ټولو پښتانو ته تسليت وړاندې كوو.
740391