د «MEOC» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د پيغمبر اكرم (ص) د سيرې د څیړلو او په ټولو ځايونو او عصرونو په تيره بيا په ماډرنه نړۍ كښې د سيمبول په توګه د حضرت محمد مصطفی (ص) د ژوند او شخصيت د مختلفو اړخونو د معرفی كولو په هدف سره تر سره كیږی.
حضرت محمد مصطفی (ص) الهی پيغام راوړونكی، حضرت محمد مصطفی (ص) د بشريت ښوونكی، حضرت محمد مصطفی (ص) د يو لارښود، د يو همسر او پلار په توګه، حضرت محمد مصطفی (ص) د يو دوست او ملګری په توګه، حضرت محمد مصطفی (ص) د يو آزادی بخښونكی په توګه، او حضرت محمد مصطفی (ص) د يو ټولنيز فعال په توګه د هغو موضوعاتو عنوانونه دی چې په دغه سيمينار كښې به د څیړنې وړ وګرځی.
756533