IQNA

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اطلاعاتو وزارت، له اسلامی انقلابه د راپورته شويو ادارو ټولګه وباله

20:25 - March 04, 2011
د خبر لمبر: 2089972
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د اسلامی ‏جمهوريت د اطلاعاتو د وزارت د ليدو په وخت د بيلا بيلو فعاليتونو او پرمختګونو په نندارتون كې په شتون سره د دغه ‏وزارت د كاركونكو د زړه سوانده او مخلصو هڅو په قدرونې سره دغه وزارت له اسلامی انقلابه د راپورته شويو ادارو ‏ټولګه وباله. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود پخپلې وينا كې هم دا ‏راز د اطلاعاتو په وزارت كې د انسجام په ساتلو، له ګوندی تفكره ورآخوا د كتنې په ضرورت او دقت، د دښمن او د ‏سياسی او لنډ فكره بهيرونو د نفوذ په وړاندې په حساسيت او د تجربه كار ځواك له تجروبو په استفادې ټينګار وكړ. ‏
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز روښانه كړه د ايران د اسلامی جمهوريت د اطلاعاتی ادارې يو غوره ‏امتياز د هغو ځای كيدا او په نړۍكې د يوې استخباراتی ټولګې هم بيلګه نه ګرځول دی. ‏
د اسلامی انقلاب معظم لارښودهم دا راز په سيمې كې زياتيدونكی اسلامی ویښتيا يوه لويه پیښه وبلله او زياته ‏ئې كړه، په سيمې كې اوسنی بدلونونه به په چورلټ ډول د نړۍ په راتلونكی اغيزې وشيندی،پر دې اساس بايد دغه ‏بدلونونه په فعال ډول وڅارل شی او د هغو د بيلابيلو اړخونو څیړنه وشی.‏
حضرت آيت الله خامنه ای په سيمې كې اوسنۍ اسلامی ویښتيا له اسلامی انقلابه اخستل شوی الهام او د ايران ‏د ملت د مقاومت نتيجه وبلله او ټينګار ئې وكړ، د استكبار جبهه او د هغو په سر كې امريكا ښه پوهیږی چې د دغو ‏ولسی خوځښتونو بيلګه د ايران اسلامی انقلاب دی، پر دې اساس هڅه كوی څو دغه بيلګه يوه ناكامه تجروبه وښئ په ‏داسې حال كې چې د سلواغې د مياشتې د ۲۲ ورځې د ولس د ميليونی پرتمين لاريون د عظمت په مقابل كې ئې سترګې ‏ټیټې شوی دی.‏
‏757297‏
captcha