د امارات چاپ البيان ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دبئ د حاكم د فرهنګی او انسانی چارو مرستيال او د دبئ د انعام د قرآنی مقابلو د جوړونكې كمیټې رئيس ابراهيم محمد بو محله په دې هكله ووئيل: دغه مقابلی په ٥ عمری ډلو كښې تر سره كیږی چې په كښې له ١٥ كالو نه كم ماشومان، له ١٥ نه تر ٢٥ كالو پورې ځلميان او له ٢٦ كالو نه بره ځوانان او د جوماتونو او اذانونو ډلې شاملیږی.
دوی زياته كړه: په دې مقابلو كښې د هغو ټولو مينه والو له پاره چې د قرآن په ترتيل او يا اذان او بانګ كښې مهارت لری،شركت كول آذاد دی او هغه ګډون كونكی چې ددغه مقابلو په دوئمه دوره كښې ئې شتون درلود خو غوره رتبو ته په لاس پيدا كولو بريالی شوی نه وو، كوې شی خپلې سنی او عمری ډلې ته په پام سره د قرآن د تر ټولو ښكلی ترتيل د مقابلو په پنځمه دوره كښې ګډون وكړی.
. 764889