IQNA

په مصر كښې د شيعه بزرګانو د شخصيتونو او مزارونو د خرابولو په نسبت د عراقی عالم خبرداری.

10:53 - April 11, 2011
د خبر لمبر: 2103849
بين المللی ډله: د عراق د جنوب د اهل سنتو علماو د ټولنې رئيس شيخ خالد الملا د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د شيعه بزرګانو او صالحانو د مرقدونو د ويجاړولو او په دينی او مذهبی ځايونو باندې د حملې له پاره د ځينو تند لارو ډلو د تحركاتو او ګواښونو په وجه په اسلامی نړۍ كښې د فتنې د رامينځته كيدو په باب خبرداری وركړ.
د الكوثر خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: شيخ خالد الملا په دغه بيانيه كښې څرګنده كړه: ددغو افراطی ډلو ګواښونه او تحركات د مصر په ځينو ولايتونو كښې د شيعه بزرګانو او صالحانو د يو شمير قبرونو او زيارتونو د سوزولو سبب شول چې دغو كارونو د مصر د خلكو اعتراض او د الازهر د علماو او د مصر د مفتی غبرګون په ځان پسې درلود او د مصر علماو دغه كار يو غير انسانی عمل وباله.
دوی په دوام كښې د دغو افراطی او تندلارو ډلو د اقداماتوكوم چې د شيعه بزرګانو او اولياالله د شخصيت د بدرنګولو په لټه كښې دی، د بندولو له پاره د الازهر د علماو او پوهانو د رول او د مصر د مفتی علی جمعه د بلنې قدرونه وكړه او ددغو تندلارو ډلو هدف ئې په اسلامی نړۍ كښې فتنه او تفرقه رامينځته كول وبلل.
د عراق د جنوب د اهل سنت علماو د ټولنې مشر ددغې بيانیۍ په پائې كښې له مسلمانو عالمانو او پوهانو نه وغوښتل چې ددغه ډول فتنو د مخنيوی له پاره دې جدی اقدامات وكړی.
771541
captcha