IQNA

كريمی: آل سعود په مصر كې د امريكې او صهونيسټانو له سياست سره عږمله عمل كوی

17:40 - April 13, 2011
د خبر لمبر: 2105477
سياسيی ډله: د ايران د اسلامی شورا د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن غړې ښاغلی جواد كريمې قدوسی په پوځی اقدام د ايران په ګواښلو كې په مصر كې د عربستان د سفير سپين سترګو څركندونو ته په اشارې سره روښانه كړه ، دا په دقيق ډول د امريكا او اسرائيلو سياست دی چې د عربستان د سفير په وسيله مطرح شوی دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس. ښاغلی جواد كريمی ووئيل په فارس خليج كې د ايران سياست پوځی ډغره او مقابله نه ده او په دې د سيمې ټول هيوادونه ښه پوهیږی .
د ايران د اسلامی شورا د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن غړی ټينګار وكړ دغه ادبيات د سيمې د هيوادونو لپآره مناسبه نه ده او د ايران اسلامی جمهوريت په عين سياسی خپلواكۍ او پوځی اقتدار كې له ټولو هيوادونو په تيره بيا له ګاونډيانو سره پرښو اړيكو درلودلو باور لری كريمې ووئيل كه عربستان د بحرين په نيواك كې دغه تاريخی تير وتنه نه وائ كړی، نو اوسنی سياسی تاؤتريخوالی به هم نه وو رامينځته شوی او پرديو ته به د لاس وهنو فرصت هم نه ؤ.
773846
captcha