IQNA

بهمن طاهريان مباركه: امريكا د (NPT) تړون ستره خلاف ورزی كونكی ده

20:08 - June 12, 2011
د خبر لمبر: 2136984
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر مرستيال ښاغلی بهمن طاهريان مباركه، وويل امريكا د ان پی ټی تړون ستره خلاف ورزی كوونكې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر مرستيال ښاغلی بهمن طاهريان مباركه نن په تهران كې د اتومی بې وسلې كيدا او د اتومی وسلو د نه پراختيا دوهم نړيوال كنفرانس د پيل په دستورو كې وويل امريكا يوازينی هيواد دی چې د نورو هيوادونو پر ضد یې له اتومی وسلو استفاده كړی ده.
د ولسمشر مرستيال ښاغلی بهمن طاهريان مباركه وويل صهيونست رژيم له اتومی وسلو د مينځنی خيتځ د پاكولو اصلی خنډ دی.
د اتومی بې وسلې كيدا او د اتومی وسلو د نه پراختيا دوهم نړيوال كنفرانس نن په تهران كې پيل شو.
د دغه كنفرانس موضوعات د اتومې او ډلوژونكو وسلو د بې وسلې كيدا په زمينه كې دموجودو چيلنجونو جاجول دی چې دوه ورځی به د ايران د خارجه وزارت په ودانۍ كې دوام ولری.
تير كال هم په دې اړه يو كنفرانس شوی ؤ چې د نړۍ له شپيتو زياتو سياسی چارو كارپيژاندو او لوړ پوړو مسئولانو پكې ګډون درلوده.
807071
captcha