IQNA

ايت الله خامنه ای: د دنيا واقعيتونو ته په پام سره د ايران د ملت پر وړاندې د اوږد مهاله بنديزونو د دوام امكان نشته

20:07 - August 30, 2011
د خبر لمبر: 2179630
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ولسمشر ډاكتر محمود احمدی نژاد او د حكومت د كابينې له پلاوی سره په ليدو كتو كې د ايران د ملت پرضد د ولكه ګرو دښمنانو له اهدافو سره د مقابلې پر اړتيا ټينګار وكړ او ویې ويل چې د دنيا واقعيتونو ته په پاملرنې سره د ايران د ملت پر وړاندې د اوږد مهاله بنديزونو د دوام امكان نشته خو بايد چې په هوښياری اوځيرتيا سره د دښمن موخې بې اغيزې كړو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای يی په دې ليدنه كې چې د يك شنبې په ورځ یې ترسره كړه امريكا او استكباری دولتونه یې په ايران باندې د بنديزونو په برخه كې د برخليك د بشپړې ماتې سره مخامخ وبلل او په ډاګه یې كړه چې د ايران د ملت دښمنانو د روان كال په لومړيو كې د ايران پرضد د فلج كونكو بنديزونو څخه خبرې كولې نه دا چې بنديزونه فلج كونكی نشول بلكه د ايران د چارواكو او ملت د هوښياری او دريدنې له امله دغه دسيسې ټولې شنډې شوې.
هغه وويل چې رښتيا خبره دا ده چې امريكا او د سپينې ماڼې متحدان په تيرو دوه ديرشو كلونو كې په پرلپسې توګه اسلامی نظام ته د زيان اړولو هڅه كړې ده .
دامريكا له بنديزونوڅخه موخه دايران داقتصاد زيانمنول او فلج كول دی چې داټومی پروګرام دموضوع په پلمه یې دغې كار ته بډې وهلی دی .
دا مهال چې په سيمه كې دمهمو حياتی مسائلو په څير لويو هدفونوته لاس رسی ديوې رښتينی اړتيا او برخليك ټاكونكی په توګه دايران په لويو اقتصادی او علمی پراختياوو په ليكه كې ځای نيولی او امريكا دايران خپله ډيره پاملرنه د ايران د اقتصاد كمزوری كولو ته اړولې ده .
د حضرت ايت ا.... خمينی څرګندونې په حقيقت كې په اقتصادی برخه كې دلويو استراتيژيو څرګندونكې اوپه هغو واقيعتونو ټينګاردی چې په ځلونو هغه دلويو او معتبرو نړيوالوبنسټونو لخوا پرې ګمان شويدی .
خودايو ه څرګنده خبره ده چې دايران پرمختګونه دهڅو او اقتصادی حركتونو ددرولوپه معنی ندی .
د كارپوهانو په اند دايران اقتصاد د زيات توليد او د هغه دودې په برخه كې د تخصصی ځواك په درلودلو سره دوامداره دی او په دې حال سره د پراختياهدفونو ته د رسيدا لپاره اوږد واټن په مخكې دی.
په تيرو دريو لسيزو كې دلاسته راغلو پرمختګونو سره سره ځنی هدفونه له هغې جملې څخه داته سلنې ودې رښتينولی اوتحقق ، دبيكاری دبيكاری دكچې اوتورم كمېدل او د پانګې اچولو زياتوالی په بشپړه توګه تحقق ندی موندلی .
كه څه هم چې له دې ستونزې سره دنړی ډيری قدرتونه لاس او ګريوان دی خوبايد دايران په اقتصاد كې دننه دتوانمنديو او اوظرفيتونوته په پام سره بايد ايران ووايی چې موجوده وضيعت دخپل نظر وړ اهدافو تر تحققه پورې واټن لری .
دا پداسې حال كې ده چې ددښمن هڅې دايران دپرمختګونوپه برخه كې ډيرې سختې شوې دی كه هرڅو استكباری دولتونه په ايران بنديزونه ولګوی خو دامهال دوی خپله د اقتصادی بحران په لومه كې راګيرشوی دی اودهغه ولكه غواړی سياستونه له خنډونوسره مخ شوی دی .
پدې ترتيب د ايران د ملت دښمنانو له بيلابيلو لارو چارو څخه په كار اخيستو سره له هغې جملې د نرمې جګړې او د اقتصادی فشارونو په زياتولو سره هماغه شان د اسلامی نظام د كمزوری كولو په هڅه كې دی .
له دې مخه هغه ډول چې داسلامی انقلاب لوی لارښود پدې ليدنه كې د نظام د چارو په ترسره كولو ټينګاركړی نو بايد داقتصادی جهاد په اساس د اقتصاد په برخه كې لوړ او ګړندی ګامونه پورته شی
851402
captcha