IQNA

په اردن كښې ديره يوه فلسطينی د شهيد «عماد مغنيه» په هكله اطلاعات وركړی وو

12:20 - September 18, 2011
د خبر لمبر: 2189146
نړيواله ډله: سوريه وايی يوه جاسوس له اسرايلو سره مرسته وكړه چې د لبنان د حزب الله غورځنګ پوځی قوماندان ټرور كړې شی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصر ورځ پاڼی اليوم السابع یې نقلوی چې د شام حكومتی ټيلی ويژن پرون په اردن كښې ديره يوه فلسطينی اعترافات خپاره كړل كوم چې درې كاله وړاندې د سوریې په پلازمينې دمشق كښې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د پوځی قوماندان عماد مغنيه د ټرور لپاره اسرايلو ته معلومات وركړی وو.
په اردن كښې ديره يوه فلسطينی چې ځان پينځه ديرش كلن «اياد يوسف انعيم» معرفی كوی وويل دې د لويدیځې غاړې هيبرون ته له سفره وروسته په ۲۰۰۶ ميلادی كال كښې اسرايلو په كار وګماره.
دغه فلسطينی وويل د اسرايلو كسانو زه د ۲۰۰۸ ميلاد ی كال په فرور ۍ مياشت كښې دمشق ته واستولم او د فروۍ د مياشتې په ۱۲ نیټه د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د پوځی قوماندان عماد مغنيه ګاډی په بم سره له الوزولو وړاندې ما د هغه د ګاډی په اړه جزييات د اسرايلو جاسوسانو ته وركړل.
ځينې راپورونه وايی چې اسرايلو د اردن د جاسوسۍ ادارې په وسيله د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ پوځی قوماندان عماد مغنيه په سوریې كښې ټرور كړی وو.
د سوریې حكومتی ټيلی ويژن زياته كړه چې په اردن كښې ديره د دغه فلسطينی ښاريز اعترافاتو د سوریې پر ضد د خار جی دسيسو اندازه نندارې ته وړاندې كړه.
په سوریې كښې شپږ مياشتې كیږی چې ناكراريانې رامينځته شوی او سوريه وايی چې په دغو ناكراريو كښې سعودی عربستان، امريكا، انګلستان او ځينې نورو عربو او اروپايی هيوادونه لاس لری.
862765
captcha