د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د بحرين سياسی فعال او د بحرين د شيعيانو مشر ايت الله شيخ قاسم عيسی د تيرې جمعی په خطبو كښې وويل د بحرين خلك په شهدا چوك كې مقاومت كوی چې د ال خليفه ديكتاتور رژيم د اقداماتو مخه ونيسی.
ايت الله شيخ قاسم عيسی وويل په جمعې ورځ د شهيد سيد جواد د جنازې په مراسمو كښې چې په ستره ښار كښې زهرجنو ګازونو له كبله چې د سعودی عربستان او بحرين عسكرو په خلكو شيندلی وو شهيد شوی وو خلكو په ال خليفه رژيم په اعتراضونو ټينګار كاوه خو د بحرين او سعودی عربستان پوځيانو په تاوتريخوالی سره د جنازې په دستورو كښې په ګډونكونكو خلكو پلاسټيكی ګولې وويشتلې چې اوښلن او زهرجن ګازونه پكښې وو .
هغه وويل د سعودی عربستان او بحرين د دغو څاروی ډوله اقداماتو د غندلولپاره د بحرين د كليو ځينو خلكو مظاهرې وكړې چې له بحرينی او عربستانی پوځيانو سره د نښتې سبب شوې.
د بحرين د شيعيانو مشر وويل د فرورۍ د مياشتې د څوارلسمې نیټې د انقلاب د ځوانانو ائتلاف راتلونكی پنجشبنې ورځ د دنيا په ټولو سيمو كښې د بحرين له خلكو سره د مرستې ورځ اعلان كړی ده او د بحرين د باندې مخالفانو هم د دغه اعلان هركلی كړی او په مختلفو هيوادونو كښې د بحرين د سفارتونو مخ ته به مظاهرې وكړی.
861980