د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای په دغه كتنې كښې چې پرون وشوه يوځل بيا په دغه حقيقت ټينګار وكړ كه چيرې كوم ملت و غواړی په اوسنۍ نړۍ كښې چې له ټیټو هسكو ډكه ده خپل ځان وساتی او دنړۍ دقدرتونو دمركزونو دپوځی، امنيتی ، دنرم اوزار ، كلتوری او اخلاقی يرغل خنډ شی نو داسې شخصيتونو ته ضرورت لری چې دهغوې اصلی غم او اندیښنه دهيواد او خپل ملت پرمختګ ، عزت او وياړ وی او ايمان هغه ترټولو مهم عامل دی چې دهغوې دغه دننه احساس نور پسې پياوړی كولای شی .
بې شكه په ايران كښې علمی حركت او په يوه ارزښت دعلم دتوليد بدلول په تيرو څه دپاسه لسو كلونو كښې دعلمی حركت دبڼه خپليدا پايله ده چې دعلمی مقالو دكميت او كله نه كله كيفيت ددغه مخ په وړاندې حركت په پايلو كښې راځی خو هماغه ډول چې دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای ټينګار وكړ دمقالو په كميت باندې بايد ګوزار ونكړې شی بلكې دمقالو كيفيت او له هغه ترټولو مهم دهيواد دضرورتونو په تامينولو كښې دمقالو اړخ نيونه بايد اصل وګرځی .
دايران اسلامی جمهوريت حاضردمه دعلمی مقالو دتوليد له نظره داسلامی نړۍ په اوه پنځوسو(۵۷) هيوادونو كښې دوهم (۲)مقام لری چې ډير ژر به لومړی مقام ترلاسه كړی .
ايران دغه راز توانيدلی دی چې په تيرو ديرشو(۳۰) كلونو كښې په علمی او صنعتی ودې كښې دنړۍ يو ترټولو مخكښ هيواد ووسی .
دهغو مقالو شمير چې په ايران كښې دچاپيدا په حال كښې دی كابو اولس زره (۱۷۰۰۰)مقالو ته رسيدلی دی .
ايران په مختلفو علمی ډګرونو كښې دمخ په ودې هيوادونو كښې مخكښ دی او مخ په پراختيا هيوادونو كښې يوازنی هيواد دی چې بريالی شوی په پرله پسې ډول دوه ځله سپوږمكۍ په مدار كښې ورولی .
دايران اسلامی جمهوريت داټومی ټيكنالوژۍ له نظره په كامل ډول ځان باندې تكیې كولو ته رسيدلی او دغه راز دبنيادی سلولونو په تحقيقاتو كښې دمخكښو هيوادونو برخه دی او په اسلامی هيوادونو كښې لومړنی هيواد دی چې توانيدلی دی شبيه شوی يا ورته ځناور توليد كړی چې په انګريزۍ كښې ورته كلوننګ ويل كیږی .
كه څه هم دغه ټول برياليتوبونه دايران دعلمی ځلانده استعدادونو دغوړيدا نښه ده خو په مينځنی ختیځ كښې دعلم دتوليدولو دلومړۍ درجې دترلاسه كولو لپاره په شل (۲۰)كلن لرليد كښې دايران هدف ن ډيرې هڅې ته ضرورت لری .
حقيقت دادی چې دايران داسلامی انقلاب په برياليتوب سره دشاته پاتی والی دمنلو ارتجاعی او زیږ تكفر مات شو او دايران ملت په تيرو دوه ديرشو(۳۲) كلونو كښې وښودله چې له دې سره سره چې دامريكا او دنړۍ دقدرتونو لخوا دنا عادلانه بايكاټونو په چوكاټ كښې له ډيرو خنډونو سره مخامخ دی خو كولای شی دپرمختګ په لور خپله لاره كچ كړی .
نړيوالو قدرتونه هماغه ډول چې د ناټو په شان دپوځی متحدو ځواكونو په جوړولو سره په دنيا دپوځی سلطې په فكر كښې دی دعلم په انحصار كښې ساتلو او پرمختللی علم ته دملتونو له رسيدا سره مخالفت كولو سره دعلمی انحصار او اړوندتوب درامينځته كولو هڅه كوی په داسې حال كښې چې دخپلواكه او پايداره ملتونو په و ړاندې ددغه سياست اصلی بايلونكی په خپله امريكا او دهغې اروپايی ملګری دی .
هماغه ډول چې دايران ساينس پوهان او متخصصان وتوانيدل په ځان باورۍ او ځايی وسونو تكیې سره دعلم پيچليو ډګرونو ته ورننوځی، ستر برياليتوبونه ترلاسه كړی خو يقينا هماغه ډول چې دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دايران له ځوانو علمی شخصيتونو سره په كتنې كښې ټينګار وكړ د علم لوړو څوكو ته رسيدل دعلمی ټيكنالوژۍ او علم په توليد كښې دډيرې پانګونې او ځان باورۍ او هڅې ته ضرورت لری په دې ټينګار سره چې په علمی بحثونو كښې له پرديو سره مبارزه مردوه ده او دپوهې او علم دترلاسه كولو لپاره بايد سړی شاګردی وكړی خو بايد دتل لپاره سړی شاګرد پاتی نشی ځكه چې دايران ملت كلكه اراده لری داسې ځای او مقام ته ورسیږی چې نور دايران شاګردی وكړی.
874825