IQNA

امريكا بيا هم په اسلامی هيوادونو او ايران تر مينځ د تفرقې لپاره لاس پكار شوه

15:26 - November 16, 2011
د خبر لمبر: 2223472
نړيواله ډله: امريكا او عربستان پرون په ا مريكا كې د عربستان د سفير د ترور د دسيسې د تور د غندلو مسوده د ملگرو ملتونو ته وړاندې كړه.
په دې چټی اقدام پسې، په ملګرو ملتونو كې د ايران استازی محمد خزايی هم د ملگرو ملتونو عمومی منشی ته په يوه ليك كې د دې اقدام د پايلو په اړه خبرداری وركړ.
خزاعی دغه اقدام خطرناكه بدعت، د نه منلو وړ او د ملګرو ملتونو د سپكاوی عامل وباله.
هغه وويل، امريكا په دې اقدام سره چې غلطو ادعاگانو په اساس د ملگرو ملتونو دبل غړی په خلاف شوی ، د ملگرو ملتونو له عمومی اسمبلې څخه د اوزاری استفادې په وسيله، دخپلو لنډ فكره سياستونو تعقيبولو په لټه كې ده .
خزايی هم دا راز په وا شنگټن كې د عربستان د سفير د ترور په اړه په اسلامی ا يران چټی تورورنه يو ځل بيا رد كړل، او ټينگار یې وكړ چې دايران په خلاف د امريكا پراخ تبليغات ، دايران دملت په ضد ،ددې هيواد د غليمانه او لاسوهونكو نيتونو ښودنه كوی.
اوس كه په نړۍ ا و په تيره بيا په اسلامی ايران كې دامريكا او دهغه د سپيرو ملگرو ترهه گرو اقداماتو ته يوه كتنه وكړو، نو په روښانه ليدل كیږی چې امريكا په خپله په نړۍ په تيره بيا په ايران او اسلامی نړۍ كې د ترهه گرو اقداماتو جرړه ده .
امريكا او صهيونست رژيم، د ايران د اټومی پوهانو د ترور تر پردې شاه دی، او ترهه گرو ته پناه وركوی .
دايران په شيراز ښار كې په يوه جومات كې د ا مريكا او صهيونستی عواملو په وسيله سخته چاودنه وشوه چې پكې ۱۴ لمونځ كونكی شهيدان او څه دپاسه ۲۰۰ نور هم ژوبل شول .
په دې اړه اسلامی ايران له سندونو سره ، په ملگرو ملتونو كې له امريكا رسما شكايت هم كړی.
له ۲۰۰۷ كاله په دې خوا دايران څو پوهان په دې لړ كې ترور شوی دی .
تيره اونۍ دامريكا دولسمشرۍ په ا نتخاباتو كې د جمهوری غواړی گوند كانديد، نيوت گينگريچ په ډاگه وويل، واشنگټن د ايران د اټومی فعاليتونو د بندولو لپاره ،له پټو عملياتو په استفادې سره، د ايرانی پوهانو په ترور پسې دی.
اوس دغه پوښتنه مطرح ده ،اوس چې په خپله د امريكا د ولسمشرۍ انتخاباتو كانديد، په ايران كې په ترهه گرو عملياتو اعتراف كوی، نور نو دامريكا د ترهه گر ماهيت په اثبات كې څه شك پاتې كیږی؟
دغه پوښتنه اوس د خپله امريكايی كارپيژاندو له لوری وړاندې كیږی.
په امريكايی كې نړيوله شناندې سارا فلوندر وويل، امريكا په داسې حال كې نور هيوادونه په غير قانونی كارونو تورنوی چې پخپله په نړۍ او حتی په امريكا كې د جاسوسی ځواكونو په وسيله، ترهه گر ا قدامات پراخ كړی دی.
هغې وويل، امريكا تل د ملگرو ملتونو دامنيت شورا د بيانيو په استفادې سره، نور هيوادونه په ترهه گرو اقداماتو تورنوی.
دلته د پام وړ ټكی دادی چې امريكا اوس اسلامی نړۍ او اسلامی هيوادونه د خپلو ترهه گرو اقدماتو چورليز گرځولی دی.
امريكا القاعده او نورې ترهه گرې ډلې رامنځته كړې ، او له هغوی یې د اسلام د بدنامولو لپاره ناوړه استفاده وكړه .
امريكا په هره وسيله د اسلامی نړۍ د كمزورولو او بدنامولو لپاره استفاده كوی، او په دې لړ كې پوهه شوې چې ايران په دې لارې كې دامريكا يو ستر خنډ دی ، ځكه چې ايران د اسلامی نړۍ د پياوړتيا او اصلی هويت د خپرولو او معرفی كولو لپاره ډير وچت ګاونه اخستی و او د اسلام اصلی څيره یې ، چې علم او حقيقی بشر دوستی او سوله ايز ژوند دی، تر ډيره حده نړيوالو ته معرفی كړې ده .
آمريكا ډيره هڅه و كړه چې ايران له لارې لرې كړی، خو په هر خوا ته یې چې لاس او پښې ووهلې، هیڅ نتيجه یې تر لاسه نكړه.
نو اوس يو ځل بيا یې په چټی ا دعا ګانوسره په تر هه ګرۍ د ايران په تورنولو لاس پورې كړې .
دلته دخواشنۍ وړ خبره دا ده دعربستان په څير اسلامی هيواد هم له امريكا سره غږمله شوی ،او بيا هم د اسلامی په ضد دا مريكا دهدفونو په لړ كې مرسته كوی.
خو عربستان ته د اسلامی نړۍ او مسلمانانو هميشنۍ سپارښتنه ده چې دغه چاره، نه يواځې اسلامی نړۍ بلكه په خپله عربستان ته به سخت ګوزار وارد كړی، او تل به د استعمار په سلطې كې پاتې شی.
خو له مسلمانانو او اسلامی هيوادونو دغه هيله كیږی چې د استعمار د دسيسو ښكار دې نشی او استعمار ته نه ووايی .
په وروستيو كلونو كې به مو تل ويل چې مسلمانان او اسلامی امت څه وخت د غفلت له خوبه ویښیږی او خپل برخليك په خپل به كله په خپل واك كې اخلی . خو اوس دغه غوښتنه پوره شوې او مسلمانان ویښ شوی او په اسلامی امت كې اسلامی ویښتيا رامنځته شوې ده .
د مسلمانانو ویښتيا او خبرتيا ته په پام سره به دا ځل هم د اسلامی نړۍ په پوهې سره، په مسلمانانو كې د امريكا د تفرقه اچونې دسيسه بيا ماته وخوری
899225
captcha