IQNA

د شيعه مسلمانانو پر خلاف د آل سعود د جنايتونو په غندنه كښې د عربستان د حقوقی فعالانو بيانيه.

10:45 - November 28, 2011
د خبر لمبر: 2230348
بين المللی ډله: د عربستان د قطيف ولايت ١٧١ تنو سياسی فعالانو پرون د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د عربستان د شيعه مسلمانانو پر خلاف د آل سعود جنايتونه او له عربستانه په بهر كښې د خپلو مشرانو له پاره په مزدورۍ باندې د اهل بيتو د مذهب د منونكو تورنول په كلكه وغندل.
د «التوافق» د خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عربستان ١٧١ تنو حقوقی فعالانو په دغه بيانيه كښې د قطيف ولايت وروستۍ پیښې چې د څو تنو شيعه مسلمانانو د وژل كيدو او زخمی كيدو سبب شوې او همداراز د شيعيانو د جائزو حقوقو او غوښتنو په پوره كولو كښې د آل سعود د رسمی چارواكو سستی او نن سبا كول په كلكه وغندل.
د عربستان د حقوقی فعالانو په بيانيه كښې راغلی دی ( په داسې حال كښې چې په خپله وطن پرستۍ او د خپل وطن د خاورې سره په خپله وفادارۍ باندې ټنیګار كوو او له فرقه پالنې نه ډډه كوو په قطيف ولايت كښې د څو وروستيو مياشتو ترهجن اقدامات، د تلاشۍ په پوستو كښې د ښاریږو پر خلاف هڅونكی اقدامات او د امنيتی ځواكونو له خوا په بې دفاعو خلكو باندې نيغ په نيغه ډزې كول غندو.906180
captcha