IQNA

په لبنان كښې د فتنه اچونې له پاره د امريكايانو د طرحو او پلانونو په نسبت د بيروت د جمعې د لمانځه د خطيب خبرداری.

23:33 - December 11, 2011
د خبر لمبر: 2236928
بين المللی ډله: د بيروت د جمعې د لمانځه خطيب تيره جمعه د بحرين د جمعې د لمانځه په خطبو كښې د امريكې د برنامو سره د مقابلې په موخه په لبنان كښې د وحدت د ساتنې په ضرورت باندې په ټينګار سره، د لبنان په خاوره كښې دننه د امريكې د فتنه اچونې په باب خبردارۍ وركړ.
د المنار خبری چينل په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بيروت د جمعې خطيب سيد علی فضل الله د بيروت د امامين حسنين (ع) جومات د جمعې په خطبو كښې څرګنده كړه: امريكې په لبنان كښې د فتنې اچولو له پاره پرله پسې هڅې پيل كړی دی، نو په دې وجه د لبنان خلكو ته په كار دی چې هوښيار واوسی او ددغو فتنو د ناكامولو له پاره د كورنی وحدت او يووالی حفاظت د ساتنې كوشش وكړی.
سيد علی فضل الله په دوام كښې د لبنان له دولت نه وغوښتل چې د لبنانيانو تر مينځ د اعتماد د رامينځته كولو او د خبرو اترو د لارو چارو د پيدا كولو، د هغوی د مطالباتو د منلو او د معيشتی وضعيت د اصلاح له پاره خپل پوره پوره كوشش وكړی او زياته ئې كړه: اوس ددې وخت رارسيدلې دی چې د دولت او خلكو ترمينځ په رابطه كښې د ملی ګټو سره په يو ځائې اجتماعی او معيشتی وضيعيت اصلاح شی. 912612
captcha