IQNA

ايت الله خامنه ای: عاشورا يعنې وينه په توری بريالی شوه

19:14 - December 13, 2011
د خبر لمبر: 2238249
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل د ۱۳۸۸ كال د مرغومې د نهمې په حماسه كښې د خلكو ستر شتون د انقلاب د ماهيت او هويت ښكاره بيلګه يعنې د خلكو په زړونو د واكمن ديانت روح ؤ .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د مرغومې دنهمې د حماسې د لمانځنې د كمیټې د غړو په غونډه كښې د الله تعالی اراده او په الهی توفيق ايمان ، په بيلا بيلو ډګرونوكښې د خلكو د شتون لپاره د ايران د ملتو په زړونو او د زړونو د هدايتولو اصلی عامل وباله .
د رهبرۍ ستر مقام د مرغومې د نهمې حماسه كښې دوو عنصرونو د خلكودينی ايمان او پراخ ولسی شتون ته اشاره وكړه او زياته یې كړه د ۱۳۸۸ هجری لمريز كال د مرغومې نهمه ، كومه كوچنۍ پیښه نه ده ، بلكه دغه ستر ولسی او تلپاتې حركت ، د انقلاب په لومړيو ورځو كښې د ملت ستر حركت ته ورته دی او بايد هڅې وشی ددغه حماسې په كليزه كښې ، د ايران د ملت اصلی خبره يعنی د الهی ژمنو د تحقق او دين په سيورې كښې حركت بيان شی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای جوته كړه د نړۍ په هرګوټ كښې كه خلك په ښكاره هدف ، شعار ، ايمان او عمل سره متناسب ډګر ته راووځی نو هیڅ عامل ورسره د مقاومت وس نلری او دا د ټولو ملتونو لپاره يوه كلی نسخه ده ، چې امام خمينی (رح) پرې عمل وكړ او د ايران ملت هم په خپل ستر امام په اعتماد سره ، هغه په عملی ډول ثابت كړ .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ۸۸ كال د فتنې د ترخو پیښو يادونه وكړه او زياته یې كړه دغه فتنه يوازې په كوڅوكښې د يوشميرخلكو په شتون پورې محدوده نه وه ، بلكه ديوې ناروغۍ له كبله وه چې په سياسی او آمنيتی اقداماتو سره یې مخه نه شوه نيول كيدلای او يو ستر ولسی شتون ته یې اړتيا درلوده چې همداسې هم وشول .
د رهبرۍ ستر مقام د مرغومې د نهمې دحماسې په تحقق كښې د محرم او حسينی عاشورا رول ته اشاره وكړه او زياته یې كړه لكه څنګه چې د اسلامی انقلاب په لومړيو كښې محرم له خلكو سره مرسته وكړه او امام خمينی (رح) وفرمايل ، وينه په توری بريالی ده ، د مرغومې د نهمې په مسئلو كښې عاشورا له خلكو سره مرسته وكړه او ستره او تلپاتې حماسه وپنځوله .
د ايران د ۱۳۸۸ هجری لمريز كال د ولسمشرۍ د ټاكنو وروسته ترخو پیښو په دوام كښې د فتنې د مشرانو يو شمير پلويانو او منافقانو د عاشورا په ورځ د اسلامی ارزښتونو او نظام پر ضد شعارونه وركړل او په حسينی ويرجنویې حملی وكړی .
له دغې پیښې وروسته په تهران او ايران په نورو ښارونو كښې په مليونونو خلكو د مرغومې په ۹ سترې مظاهرې وكړی او د فتنې د مشرانو او منافقانو دغه ادقام یې سخت وغانده .
914369
captcha