IQNA

22:44 - December 13, 2011
د خبر لمبر: 2238319
بين المللی ډله: د مصر د اخوان المسلمين غورځنګ د سياسی څانګې (آزادی او عدالت) ګوند د رئيس مرستيال عصام العريان ټينګار وكړ: د مصر او تيونس په وړومبنيو آزادو انتخاباتو كښې د اسلام پالو برياليتوب ددغو انقلابونو د اسلام والی ښودونكی دی.
د مصر چاپ ايوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: عصام العريان د روانې مياشتې په ٢٠ نیټه د مصر د پارليمان د انتخاباتو د وړومبۍ مرحلې د كامياب ګوند په توګه د آزادی او عدالت نومی اسلام پال ګوند په عمومی غونډه كښې پر دې ټكی باندې په تينګار سره چې د سيمې د انقلابونو سرچينه اسلامی بيداری ده، ووئيل: دا خبره په مصر او تيونس كښې د اسلام پالو په برياليتوب سره ثابته شوې ده.
دوی زياته كړه: خدای پاك د ډيكټاټورۍ له قيد او بند نه د مصر د خلاصون له پاره يو مناسب وخت غوره كړ څو دغه هيواد د سيمې د آزادی غواړو غورځنګونو مشری په غاړه واخيستې شی او ددغه كار له پاره په نفس باندې اعتماد ته اړتيا لری.
العريان څرګنده كړه: د ليبيا هيواد پريمانه تيل، سوډان غذائی سرچينې او مصر ډير زيات انسانی ځواك لری او كه اسلامی او عربی هيوادونه د يو او بل سره لازمه همكاری او مساعدت ولری نو د پرديو له مرستې نه به بې نيازه شی. 914070

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: