IQNA

د قران پاك ترجمې كولو لپاره د هغه تفسير او حديثونو ته رجوع كول ضروری دی

18:15 - December 16, 2011
د خبر لمبر: 2239494
نړيواله ډله: پيغمبر اكرم (ص) او پاكو اهلبيتو (ع) نه يوازې د قران پاك تلاوت او قرائت كړې ؤ بلكې د هر يو ايت معنی او مفهوم یې هم بيان كړې دی همدې لامله د قران پاك ايتونو ترجمه كولو په وخت د پيغمبر اكرم او معصومو امامانو حديثونو ته مراجعه هم ضروری دی.
د علی ګړه اسلامی پوهنتون يو ریټايرډ استاذ ښاغلی پروفيسر شاه وسيم د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په مركې كې وويل چې همدغه اوس په نړۍ كې د قران پاك په مختلفو ژبو كې د قران ترجمی موجودې دی خو په دې كې ډيرې ترجمی د اوسنی حلاتو د ضرورتونو د پورا كولو نه دی او دې اكثرو ترجمو لپاره بيا كتنه ضروری دی.
هغه زياته كړه چې مترجم لپاره په عربی ژبې او په خپلې ژبې كامل تسلط پكار دی او همدې سره سره د نازليدو وخت او پیښې ته هم پام كول پكار دی.
914726
captcha