IQNA

د عراق اولس د امريكايی عسكرو د وتلو جشن او د شكر لمونځ تر سره كړ

18:09 - January 03, 2012
د خبر لمبر: 2250739
نړيواله ډله: د عراق خلك په خپل هېواد كې د خوشالۍ د ستر جشن او په مختلفو هيوادونو كې د شكر لمونځ تر سره شو. دغه جشن او له عراقه د امريكايی ځواكونو د وتلو او د دې هېواد د بيا خپلواكۍ په مناسبت تر سره شوو.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی د عراق لومړی وزير نوری مالكی هم په بغداد كې د مراسمو په ترڅ كې، د دسمبر ۳۱مه ورځ، د عراق ملی ورځ اعلان كړه.
هغه د عراق خلكو ته په خطاب كې وويل: نن د ټولو عراقيانو لپاره جشن دی او دا هغه ورځ ده چې عراق آزاد شو او تاسو سرلوړی او با اداره خلك ياست.
كه څه هم چې د ۲۰۱۱ ميلادی كال د ډسمبر ۱۸مه ورځ، د عراق پرضد د امريكا له غيرقانونی جګړې له اته كاله تېريدو وروسته، له دې هېواده د نيواكګرو پوځيانو وروستی يونټ ووت.
خو د عراق خلكو غوره وبلله چې د امريكايی ځواكونو د وتلو خوشالی د نوی ميلادی كال له شپې سره ملګرې كړی.
ځكه چې د بغداد- واشنګټن د امنيتی تړون له مخې چې په ۲۰۰۸ ميلادی كال كې لاسليك شوې وه، د ۲۰۱۱ ميلادی كال پای هم له عراقه د امريكايی ځواكونو د بشپړ وتلو نیټه اعلان شوې وه.
روښانه خبره دا ده چې د عراق د نيواك پای ته رسيدل، په دې هېواد كې د خلكو لپاره يوه ستره پېښه او د نوی پيل زېری و ركونكی به واوسی.
د عراق لومړی وزير، د دې هېواد د ملی ورځې په جشن كې اعلان وكړ چې د ملت عمومی مصلحتونه،خپلواكی او امنيت، له نن څخه د سرې كرښې په توګه دی چې هیڅوك حق نه لری چې ترې تېرشی.
عراق، د نيواك د كلونو په اوږدو كې بې شمېره له لوړو ژورو ډكې ورځې تېرې كړې.
شك نشته چې دغه ورځې هم د عراق د سياسی مشرانو او دولتی چارواكو لپاره او هم ددې هېواد د خلكو لپاره يوه تجربه پاتې شوې ده.
عراق اوس له دې ورځو څخه په عبرت اخيستلو سره، هوډمن دی چې نوی پړاو پيل كړی.
داسې پړاو چې مالكی هغه د عراق د سباوون په توګه يادكړی دی.
له دې پړاوه په امن او آرامۍ څخه تېريدلو لپاره هم د عراق د سياسی ډلو ترمنځ ملی يووالی اړين دی.
عراق له قومونو، توكمونو، سياسی ګروهنو او رايو ټولګه دی.
د عراق خلكو له خپلو ټولو سختيو او ستونزو سره سره، ۲۰۱۱ ميلادی كال د ملی جشن په جوړولو سره پای ته ورساوه او اوس هم هيله من دی چې ۲۰۱۲ ميلادی كال به په نړيواله كچه د عراق د ځایګاه د بياژوندی كولو او ددې هېواد لپاره د آرامۍ كال و اوسی.
927304
captcha