د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: حسنی مبارك پرون سهار د محاكمې له پاره په يوهيلی كاپټر كښې د قاهرې د پوليسو كالج ته راوستې شو او د ده له رارسيدو نه مخكښې د ده ځامن، داخله وزير او شپږ مرسيالان ئې هم د محاكمې له پاره وروغوښتل شول.
د محكمې دغه غونډه د مصر د التحرير چوك د مظاهره چيانو د وژلې تور ته بيله شوې وه او په داسې حال كښې ترسره شوه چې ګڼ شمير پوځيانو د محكمې د امنيت د ساتلو او د راغونډ شويو خلكو ترمينځ د نښتې د مخنيوی له پاره ټول پوليس كالج ترخپل كنټرول لاندې راوستی وو.
قاضی احمد رفعت د دغې غونډې مشری په غاړه لرله او تورن كسان ئې د مظاهره كونكو د وژلو په تور محاكمه كړل خو د محكمې د دغې غونډې جزئيات تراوسه نه دی اعلان شوی. 928249