IQNA

په تيونس كښې د اسلام پالو برياليتوب د حل لارې په توګه په اسلام باندې د ولسونو د اعتقاد او باور نښه ده.

21:54 - January 04, 2012
د خبر لمبر: 2251530
بين المللی ډله: د تيونس منتخب ولسمشر «المنصف المرزوقی» پرون په تيونس، مصر او مراكش كښې د اسلام پالو كاميابی د يوې اساسی حل لارې په توګه په اسلام باندې د ولسونو د اعتقاد او باور نښه وبلله.
د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: المنصف المرزوقی پرون په بنغازی كښې د ليبيا د انقالی شوری د مشر مصطفی عبدالجليل سره په ملاقات كښې د دې مطلب په بيانولو سره ووئيل: د ترټولو غوره حل لارې په توګه په اسلامی تعليماتو باندې د تكیۍ په هكله ولسی درك او پوهه د مصر، تيونس او مراكش په انتخاباتو كښې د اسلام پالو د برياليتوب ترټولو مهم دليل دی.
دوی زياته كړه: هغه مسلمانان چې په اسلامی بيدارۍ سره ئې ډيكټاټوری واكمنان وپرزول ښه ترا پوهيدلی دی چې د اسلام مبين دين كوې شی د معاصرو يا ننيو مسائلو له پاره يوشمير اساسی حل لارې وړاندې كړی، او په دې اساس ئې په انتخاباتو كښې اسلام پاله كسان وټاكل.
دوی څرګنده كړه: اسلام پاله ګوندونه د آزاديو په تامينولو او د خلكو په حقوقو په تيره بيا د ښځو په آزادۍ او په ټولنه كښې د هغوی په اغيز من رول باندې پايبند دی. 928982

captcha