IQNA

د حسينی اربعين يا څلویښتمې د زيارت كونكو ترمينځ د وهابيت د انديشې او تفكر د ترويجولو په نسبت خبرداری.

23:36 - January 11, 2012
د خبر لمبر: 2255796
بين المللی ډله: د عراق دينی موسسو د حسينی څلویښتمې يا اربعين د زيارت كونكو ترمينځ د وهابی ډلو له خوا د شيعه مسلمانانو پرخلاف د سعودی عربستان د چاپ شويو كتابونو د ويشلو په نسبت خبرداری وركړ.
د عراق د «نون» نومې خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې دغه كتابونه د وهابی افكارو د ترويجولو او د پاكو امامانو (ع) د مزارونو زيارت نه كولو ته د حسينی چهلم يا څلویښتمې د زيارت كونكو د هڅولو، په تشيع كښې د شبهې اچولو او له خپلو اعتقاداتو نه د شيعه مسلمانانو د غړولو په موخه ويشل كیږی.
د عراق له تكړه عالمانو څخه محمود الصافی په دې هكله ووئيل: وهابيانو د اهل بيتو (ع) د مينه والو او د هغو زيارت كونكو تر مينځ چې د عراق له مختلفو ښارونو نه پياده او په خپلو پښو د حضرت امام حسين (ع) د پاكې روضې د زيارت كولو له پاره كربلا ته تللی دی، يو شمير كتابونه د پاكو امامانو د روضو د زيارت په نه كولو باندې د هغوی د قانع كولو په موخه ويشلی دی.
دوی زياته كړه: دغه ګمراه كونكی كتابونه په سعودی عربستان كښې چاپ شوی دی او پكښې هغه غير معتبر حديثونه موجود دی چې په دروغه ئې پيغمبر اكرم (ص) ته نسبت وركړې شوې دی.
932580

captcha