د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د فلسطين مشهور شخصيت او د غزې مبارز «فايز ابوشماله» د ( قدس، د يهوديانو پلازمينه ) تر عنوان لاندې په يوه مقاله كښې چې د ( المنار ) خبری سائیټ خپره كړې ده، دغه مطلب ته اشاره كړې او ليكلی ئی دی: صهيونيسټی نيواكګر او غاصب رژيم د خپل دايمی او يوموټې پلازمينې په توګه د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې يعنې د قدس شريف په معرفو كولو سره وښودله چې د خپلې نيواكګرۍ د زياتولو لپاره د يو مناسب فرصت او په عربی او اسلامی هيوادونو كښې د كمزورۍ د ليدو په لټه كښې دی.
دوی زياته كړه: صهيونسټانو په داسې حال كښې چې اسلامی هيوادونه د ډيرو سترو بدلولونو سره مخامخ وو، فرصت غنيمت وباله او په قدس شريف باندې ئې خپل ښكيلاك او واك اعلان كړ. 937697