IQNA

په دبئ كې په تربيتی او اسلامی ادارو كې د قران پاك د حفظ ښوونيزه دوره تر سره كیږی

18:17 - January 30, 2012
د خبر لمبر: 2264629
نړيواله ډله: د "ښیګړې كور" نومې انجمن په كوششونو سره "قران پاك څنګه حفظ كړو" په عنوان سره د قران پاك د حفظ دوره د دبئ په مختلفو روزنی او ترتيتی ادارو او بندونو كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو ورځپاڼې البيان یې نقلوی چې د "ښیګړې كور" نومې انجمن د علم او فضيلت د پراختيا په هدف سره د پوليسو سره تړلی خصوصا د سزا وركوونكی او اصلاحی چارو كې فعاليت كوونكی تربيتی او روزنی ادارو په همګارۍ سره د حفظ قران ښوونيزه دوره تر سره كوی.
د "ښیګړې كور" نومې انجمن مشر ښاغلی يوسف اليتيم وويل چې بنديانو سره ښه كړچار او اخلاقی پرمختګ یې هم ددې دورې برخه ګرځولی ده چې كيدای شی دا كار د دوی كړچار ښه كړی.

940794
captcha