IQNA

ايت الله خامنه ای: د اسلام دښمنان د اسلامی ویښتيا په وړاندې د كمزورتيا احساس كوی

18:18 - January 30, 2012
د خبر لمبر: 2265114
سياسی او ټولنيزه ډله: د نړۍ د مسلمانانو ولی الامر آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای ټينګار وكړ صهيونست رژيم، ستره شيطانه آمريكا او لويدیځ قدرتونه نن سبا د اسلامی ویښتيا په وړاندې د كمزورتيا احساس كوی او د كمزورتيا او ماتې دغه احساس هره ورځ زياتیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د نړۍ د ۷۳ هيوادونو د سلګونو ځوانانو په ټول كښې د پيلو ديكتاتورانو پر ضد د مسلمانو ملتونو پاڅونونه يوه ډيره مباركه ، ډيره مهمه ښكارنده او د استكباری او صهيونستی خبيث او فاسد چينل د نړيوالې ديكتاتور ۍ پرضد د پاڅون پيلامه وبلله او ټينګار یې وكړ د اسلامی هيوادونو بدلونونه د نيكمرغۍ او ژغورنې د لارې پيل دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په ډګر كښې د ملتونو استقامت او هوښيار شتون بې له شكه د الهی نصرت د تحقق زمينه جوړونكی وباله او ویې فرمايل مهمه دا ده چې ترلاسه شوی برياليتوبونه مو پای ته نه دی رسولی او د مجاهدت په دوام او د ملتونو په هوډ او ارادې په تكیې ، په لوی خدای په تكېې اوښه ګومان سره د نړۍ له زورويونكو او د هغوئ له عواملو سره مبارزې ته دوام وركوو .
د رهبرۍ ستر مقام همدغه راز وفرمايل د اسلامی هيوادونو ځوانان د اسلامی امت د راتلونكې لپاره د سترو زيرو وړونكې دی او د اسلامی نړۍ د ځوانانو ویښتيا دمسلمانو ملتونو عمومی ویښتيا ته هيله زياته كړی ده .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د اټومی ټكنالوژۍ ، ژيوټكنالوژۍ ، او طب په شمول بيلا بيلو ډګرونوكښې د ايران د اسلامی جمهوريت اوڅاره پرمختګونو ته اشاره وكړه او ویې فرمايل ددغه ټاټوبې مؤمنو ځوانانو د دښمنانو د بې باورۍ په اوج او د هغوئ له درستو كارړنګونو سره سره داسی پرمختګونه كړی دی چې د درستو اسلامی ملتونو د ځوانانو لپاره عبرت ناك كيدلای شی .
د رهبرۍ ستر مقام د مسلمانو ملتونو په عمومی افكارو كښې د دوو غلطو باورونو د تلقين لپاره د نړيوالو ظالمانو د هڅو يادونه وكړه او زياته یې كړه د اسلامی امت دښمنان په مسلمانو ملتونو كښې د كمزورتيا د حس په پيداكولو او د نړيوالو قدرتونو دماتې نه خوړلو دحس په تلقين سره ، كابو دا دوه پیړۍ كیږی چې مسلمان ملتونه یې وروسته پاتې ساتلی دی، خو اسلامی امت نن سبا ویښ شوی دی او دا یې درك كړی ده چې دواړه ګومانونه سل په سلو كښې غلط دی او مسلمان ملتونه ددې وس لری چې داسلامی تمدن مجد او عظمت بيا احيا كړی .
د نړۍ د مسلمانانوولی الامر اوسنۍ پیړۍ د اسلام او معنويت پیړۍ وبلله او زياته یې كړه اسلام ، ملتونو ته عقلانيت ، معنويت او عدالت يو ځای ډالۍ كوی او د خدای تعليمات د عقلانيت، تفكر اوتدبر په اسلام ، په خدای د توكل په اسلام او جهاد ، كار او اقدام په اسلام ټينګار كوی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښودهمدغه راز په مصر ، تونس ليبيا او نورو اسلامی هيوادونو كښې د ملتونو د پاڅونونو له آمله دتاوانونو او ګوزارونو د جبران لپاره د استكبار هڅو ته اشاره وكړه او زياته یې كړه دښمن د دسيسو په جوړولو بوخت دی او اسلامی ملتونه په تيره بيا د اسلامی امت ځوانان بايد په پوره هوښيارۍ او ځيرتيا او د نورو له تجربو په استفادې سره اجازه ورنكړی چې د نړيوال استبداد چينل له هغوئ انقلابونه غلا كړی او د هغوئ اوسنۍ او راتلونكې لارې منحرفی كړی .
هغوئ وفرمايل د اسلامی امت تر مينځ اختلاف د دښمنانو يو چل دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښودزياته كړه د اسلامی ویښتيا غورځنګ شيعه او سنی نه پيژنې او د درستو اسلامی مذهبونو پيروان په وحدت او يووالې سره د مبارزې په ډګر كښې دی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د اسلامی ملتونو ډيرو ګډو اصولو ته اشاره وكړه او زياته یې كړه مسلمان ملتونه له يوه بل سره توپيرونه هم لری او جغرافياوی ،تاريخی او ټولنيزو توپيرونو ته په پام سره د درستو اسلامی هيوادونو لپاره واحده بيلګه نشته ، خو مهمه دا ده چې چې ټول د آمريكايانو او صهيونستانو له شيطانې سلطې سره مخالف دی او د اسرائيلو په نامه يوه سرطانې دانه نه زغمی .
943679
captcha