د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د ايران د شمال لويدیځ ولايت اذربايجان د خلكو له بيلا بيلو پرګنو، مسئولانو او عالمانو سره په كتنه كښې د سږ كال د سلواغې د ۲۲ په لاريونونوكښې د ايران د ملت ولوله ناك او مليونې شتون ته په اشارې سره ، د ايران د خوږ ملت ددغه ستر عظمت دليل ، د هغوئ بې ساری وخت پيژندنه او بصيرت وباله .
په دغه كتنه كښې چې د سلواغې د ۲۹ چې په ۱۳۵۶ هجری لمريز كال كښې د پاچاهی رژيم پرضد د تبريز د خلكو د پاڅون كليزه ده وشوه ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی انقلاب مهمې پیښې د لوړو څوكو او هدفونو په لور د حركت په لاره كښې عمده ځانګړنې او پندناكې وبللی او زېاته یې كړه سږ كال ټولو ټينګار درلوده په درست ايران كښې د سلواغې د ۲۲ په لاريونونو كښې د ايران د خلكو شتون د نورو كلونو په پرتله لا تاند او له ولولو ډك ؤ .
د نړۍ د مسلمانانو ولی الامر د نړيوال صهيونيزم چينل تر كنټرول لاندې ، د دښمن د جبهی تبليغاتی دستګاوو او رسندويو پراخو تبليغاتوته په اشارې سره ټينګار وكړ ددغو تبليغاتو هدف ددغه سترو درواغو القاكول دی چې د ايران آزمويل شوی ، مؤمن او میړنی ملت ، د خپل انقلاب ، اسلام او لوړو هدفونو په وړاندې سست او بې انګيزې شوی دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران د ملت مقاومت د اسلامی نظام د سترو برياوو او لاس ته راوړنو رمز وباله او زياته یې كړه كله چې يو ملت ودریږی او د دښمن له ډنډورو او بو څخه و نه وریږی ، نو د علم ، ټكنالوژۍ ، اقتصاد ، ټولنيزو مسئلو ، نړيوال سياست او په ملتونو د اغيزو په ډګرونو كښې پرمختګ وكړی او تفكر ، دين او شعار به یې پراخ شی .
د رهبرۍ سترمقام ټينګار وكړ د الله تعالی په لطف او مهربانۍ او د ايران د ملت د باطنې مقاومت او میړانې په بركت به ايرانی ځوانان په خپل هوډ او همت سره ايران د ګلونو د ګیډۍ په څير جوړ كړی او دغه هيواد به د اسلامی نړۍ لپاره په بريالۍ او پرمختللې بيلګې بدل كړی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د ايران د اسلامی شورا د نهم پړاؤ راتلونكو ټاكنو ته په اشارې سره وفرمايل د استكبار جبهی رسندويی او تبليغاتی دستګاوو او د هغوئ تل پاتې عواملو پراخې هڅې پيل كړی دی څو دغه ټاكنې كم رنګ ولری ، خو درست بايد پوهه شی چې په ټاكنو كښې د ايران د خلكو شتون ، به ايران په مخ بوځی او دښمنان به د خپلو دسيسو په اجراكولوكښې له شك او تزلزل سره مخ او شاتګ ته مجبوره كړی .
954031