د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ډاون اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې امريكايی ځواكونو تيره شپه په قصدی ډول د قرانكريم نسخې لومړئ په خاورو خځلو كې غورځولی او بيا ېې اور پرې بل كړئ دئ .
د بګرام هوايی ډګر يو شمير افغان مسئولينو د امريكايی ځواكونو له دې اقدام سره مخالفت كړئ چې د بهرنيو ځواكونو له خوا نيول شوی هم دی .
د خبر په اساس په بګرام كې امريكايی ځواكونو د مظاهرو د تيت پرك كولو لپاره ډزې كړې چې له امله ېې يو تن ټپی شوئ دئ
د محمد نبی په نوم د مظاهرو يوه ګډون وال هم وويل امريكايی ځواكونو د بګرام هوايی ډګر دوه تنه افغان كاركوونكی چې د امريكايی ځواكونو په دې جنايت ېې اعتراض كاوه وژلی او ۵ نور ېې هم له ځانه سره ژوندی بيولی دی.
ويل شوی د كابل په پل چرخی سيمه او د افغانستان په نورو ښارونوكې هم د بهرنيو ځواكونو د دې اقدام په غبرګون كې مظاهرې تر سره شوې دی .
البته دالومړئ ځل نه ډئ چې بهرنی يرغلګر په افغانستان كې اسلامی مقدساتو ته سپكاوئ كوی بلكې له دې وړاندې هم څو ځله ورته پیښې را منځته شوې چې د نړی په ډيرو برخو په تيره افغانستان كې ېې د خلكو پراخ غبرګونونه راپارولې او حتې د قهر جنو مظاهره كوونكو او امنيتی ځواكونو په نښتو كې چې له همدې امله رامنځته شوې ګڼ شمير خلك هم وژل شوی يا ټپيان شوی دی .
د بهرنيو ځواكونو عمومی قوماندان جنرال جان آلن نن له دې امله بښنه غوښتې او ويلی ېې ډی چې دا كار د تيروتنې له امله رامنځته شوئ دئ .
آلن ومنله چې بهرنينو ځواكونو په ناوړه ډول قرانكريم ته اور اچولئ خو هغه وويل زه په دې اړه له ولس مشر ، حكومت او د افغانستان له خلكو بښنه غواړم .
د تازه خبر په اساس د مشرانو جرګې هم قرانكريم ته د امريكايی ځواكونو سپكاوئ غندلئ او د څیړنو په موخه ېې بګرام ته يو پلاوئ هم استولئ دئ .
957705