د «afriquinfos»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په داسې حال كښې چې د الجزاير پارليمانی انتخاباتو ته تقريبا درې مياشتې پاتې دی، د دغه هيواد درې اسلام پال ګوندونه د لازياتو رايو د جذبولو لپاره د يوبل سره متحد شول.
د الجزاير د ملی اصلاح ګوند لوئې مدير «حملاوی عكوشی» چې له دې نه مخكښې ئې د دغه هيواد اسلامی ګوندونه د يواو بل سره اتحاد او يووالی ته رابللی وو، د النهضه او ټولنه د عدالت لپاره نومې دوو ګوندونو له فيصلې نه د خوشالۍ په څرګندولو سره اعلان وكړ: اوس هم د اسلامی ګوندونو د نورو غړو د راتلو لپاره زمونږ ليسټ خلاص پروت دی او مينه وال كوې شی زمونږ سره ملګری شی. 959835