د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اليوم السابع ورځ پاڼې یې نقلوی چې د امريكا د سفارت د ساتونكيو او اعتراض كونكيو ترمينځ چې په خپلو شعارونو كې یې له صنعا د امريكا د سفير د وتلو غوښتنه كوله ، كومه نښته نده رامينځته شوی .
وړمه ورځ هم په صنعا كې د امريكا د سفارت په وړاندې ورته مظاهرې ترسره شوی وې ، چې پكې مظاهرچيانو د امريكايی عسكروله لوری د افغانستان په بګرام كې د قران عظيم الشان سپكاوې په كلكه غندلې وو.
دغه راپور زياتوی چې په يمن كې د امريكا د سفارت ساتنه د عبد ا... صالح د زوی احمد علی صالح په مشرۍ د ولسمشرۍ ځانګړی ځواكونه او د امريكا عسكر پر غاړه ر ی .
په افغانستان كې د امريكايی عسكرو له لوری د قران كريم سوزول ، د امريكايی عسكرو او غوسه افغانانو ترمينځ د نښتو سبب شوی دی چې پكې په لسګونو افغان ښاريز شهيدان او پينځه امريكايان هم وژل شو يدی . د امريكايانو دغه كار د درستو مسلما نانو د سختې غوسې او كركې سبب شوې دې .
962631