د اردن چاپ د «الدستور» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اردن د اوقافو او د اسلامی او د مقدساتو د چارو وزير عبدالسلام العبادی اعلان وكړ: د قرآن كريم د حفظ، قرائت او تفسير د بين المللی مقابلو په شلمه دوره كښې د ګډون كولو په منظور كومه چې په نژدې راتلونكی كښې ترسره كيدونكې ده، اردن ته د قرآن د حافظانو د معرفی كولو لپاره ٤٠ عربی او اسلامی هيوادونو ته بلنه وركړې شوې ده.
عبدالسلام العبادی په دوام كښې زياته كړه: دغه مقابلې د تفسير سره د قرآن د كامل حفظ، د وړومبيو ٢٠ سيپارو او د وړومبيو ١٠ سيپارو د حفظ په دريو برخو كښې او له مختلفو هيوادونو څخه د قرآن د ښځينه او نارينه حافظانو په شتون سره جوړیږی. 964761