د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «tunisienumerique»، یې نقلوی چې د تيونس د دينی چارو وزارت اعلان وكړ چې په ټول كې هيواد كې د جوماتونو سره تړلی مسايلو او چارو نن نه پس ددې ادارې په وسيله تر سره كیږی او كومه اداره يا سياسی ګوند د جوماتونو په چارو كې لكه د جامی د لمانځه امامانو لګول يا ليرې كولو كار كې هیڅ ډول د لاسوهنی حق نه لری.
يادونه كوو چې ددې حكم په مطإبق كه چيرې د كومې سيمې لمونځ كوونكی د جومات د امام له كارونو ناراضی وی نو هغو دا خبره په سركاری توګه د دينی چارو وزارت ته وړاندې كولې شی او ټړلی چارواك د ښاريزو د ناخوښې له امله او د دې موضوع د څیړلو نه پس خپله فيصله بيانوی.
968301