IQNA

د تركیې خلكو هم په افغانستان كې د امريكايی ځواكونو د جنايت په خلاف مظاهرې وكړې

20:47 - March 14, 2012
د خبر لمبر: 2292022
نړيواله ډله: د تركیې په استانبول ښار كې په زرګونو مسلمانانو د نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې د امريكا او صهيونيسټ رژيم د جنايتونو پر ضد پراخ لاريونونه ترسره كړل.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له alsadronline، اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې لاريون كوونكو په غزه كې د صهيونسیټانو او په افغانستان كې د امريكايانو د جنايتونو په غندلو سره، مړه دې وی امريكا او مړه دې وی اسراييل شعارونه وركړل.
اعتراض كوونكو د غزې د مظلومو خلكو څخه د خپل ملاتړ په اعلانولو سره د نيواكګرو پر ضد د افغانستان د خلكو له مبارزې سره خپل پيوستون هم اعلان كړ.
په دې لاريونونو كې د امريكا او صهيونيسټ رژيم بيرغې وسوځول شوې او په افغانستان كې د امريكا او په غزه كې د صهيونيسټ رژيم د جنايتونو په غندلو كې بيانيه خپره شوه.
972057
captcha