IQNA

ايت الله كاشانی: د ايران ټول اټومی فعاليتونه علمی او سوله ايز دی

15:50 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303668
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب كاشانی وويل چې د ايران د اسلامی جمهوريت ټول اټومی فعاليتونه علمی اړخ لری او كاملا سوله ايز دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی په دې خبرې سره چې دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای په ځلونو ټينګار كړی دی چې ايران په اټومی وسلو پسې نه دی وويل دايران ټول اټومی فعاليتونه علمی اړخ لری او سوله ايز دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دتركیې په استنبول ښار كښې دپينځه جمع يوې ډلې او دايران دخبرواترو نوی پړاو دترسره كيدا په درشل كښې دغه ډلې ته په وينا كښې ټينګار وكړ مركچی خوا بايد دايران داسلامی جمهوريت قدرت، اقتدار او پرمختګ ته پام وكړی .
ايت الله امامی كاشانی دغه راز داپريل دمياشتې په اولسمه (۱۷)نیټه دايران داسلامی جمهوريت دپوځ د ورځې د رسيدا په مناسبت امباركۍ ويلو سره وويل دايران وسله وال ځواكونه تل دسيمې دامنيت په ټينګولو او دايران دځمكنۍ بشپړتيا په ساتلو كښې مثبت او رغنده رول لوبوی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز داسلامی انقلاب له ستر لارښود سره دايران دنظام دمصلحت دپيژندنې دټولې دمشر او غړيو كتنې ته په اشارې سره ټينګار وكړ دنظام دمصلحت دپيژندنې دټولنې فيصلې په ټولو ډګرونو كښې دايران په پرمختګ كښې رغنده رول لری .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود لخوا دملی توليد ، او دايران له كار او پانګونې دملاتړ دنوی كال نومولو ته په اشارې سره وويل دايران ټول ملت بايد په نوی لمريز كال كښې دايران دپرمختګ او دتوليد په زمينه كښې دوه چنده هڅه وكړی.
984560
captcha